انصار: (د سلواغی ۱۴ مه)، د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني ویلي چې افغانستان دې د نړۍ له نورو پرمختللو هېوادونو سره نه پرتله کېږي او اوسني حکومت ته دې و خت ورکړل شي، تر څو د افغانستان د جوړلو لپاره کار وکړي.
نوموړي په خوست کې د يوې دينې مدرسې په فراغت غونډه کې له چارواکو څخه وغوښتل چې په ځان کې تواضع پيدا کړي او داسې کړنې بايد ترسره کړي چې ولس ترې خوښ وي.
سراج الدين حقاني دغه راز وويل چې د اوسني شته امنيت د خونديتوب لپاره تر ټولو مهم څه چې بايد ترسره شي، هغه د اعتماد بشپړه فضا رامنځته کول دي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې دوی ته دې لږ وخت ورکړي او هغه څه دې ترې نه غواړي چې په اوسنيو حالاتو کې د دوی په وس او توان کې نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم سراج الدین حقاني له اړوندو چارواکو غوښتي وو چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29962